د پاکستان کورنیو چارو وزارت له پولیسو وغوښتل چې افغان اسماعیلیه کورنۍ دې نه باسي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۰

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د پاکستان کورنیو چارو وزارت یو مکتوب رسېدلی چې پکې د ۴ صوبو له پولیسو غوښتل شوي چې د اسماعیلیه په نوم مذهبی لږکي دې افغانستان ته نه ستنوي.

د دغه مکتوب له مخې د کاناډا چارواکي په دې غور کوي چې دغه افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته انتقال کړي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت تېر ورځ ـ د لړم ۱۹ مه ـ په یوه مکتوب کې د پيښور، لاهور، کراچۍ، ګلګت او اسلام اباد ښارونو له پولیسو غوښتنه شوې ده، چې تر راتلونکې پرېکړې پورې دې افغان اسماعیله نه نیسي.

د پاکستان حکومت د تېر اکتوبر په لومړیو کې وویل، بې اسناده افغان کډوالو ته د وتلو لپاره د یوې میاشتې وخت ور کړه.

د دې نېتې تر پوره کېده وروسته تېرو یوولیسو ورځو کې افغانستان ته د کډوالو ستنېدو لړۍ په تېزی سره روانه ده او زرګونه کورنۍ د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې افغانستان ته ستنېږي.

پاکستاني چارواکو دا هم ویلي چې کوم افغانان چې له ګواښ سره مخ دي او یا هم غربي هیوادونو ته د تګ نیت لري او د ویزو په تمه دي دوي به ورسره نرمښت وکړي او افغانستان ته به یې نه ستنوي.

له دې سره بیا هم داسې راپورونه او وېډیوګانې افغانستان انټرنشنل ته ورسېدې چې د پاکستان امنیتي ځواګونو هغه افغانان هم نیولي چې وېزې او د کډوالۍ کارتونه لري.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت هم د پاکستان کورنیو چارو وزیر سره دا مسله یاده کړې او هغه یې د حل ژمنه کړې وه.

تازه د پاکستان کورنیو چارو وزارت په یوه رسمي مکتوب کې بیا له پولیسو غوښتنه کړې ده چې تر بل امر د افغانستان د شیعه مذهب اړوند اسماعیلیه لږکيو له نیولو او افغانستان ته د لیږلو هڅه دې نه کوي.

که څه هم په دغه ترلاسه شوي مکتوب کې دا نه ده یاده شوې چې دغه افغان اسماعیله کورنیو تعداد څومره دی، خو ویل شوي کاناډا یې پر لېږدولو غور کوي.

نور خبرونه

رادیو