د بښنې نړۍوال سازمان: افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو د راتلونکي په اړه اندېښمن یو

د سویلي اسیا لپاره د بښنې د نړۍوال سازمان د کمپاینونو د سیمه‌ییز مدیر مرستیال لیویا ساکارډي د جمعې پر ورځ د (لړم په ۱۹مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې هېڅوک باید په ډله‌ییزه توګه د اېستلو له ګواښ سره مخامخ نه شي.

د بښنې د نړۍوال سازمان دغه چارواکي له پاکستانه په جبري توګه د بې اسنادو کډوالو په اېستلو د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړه چې، ستنېدونکي افغانان به د بشري حقونو له سخت محرومیت او د انساني ناورین له ګواښ سره مخامخ شي.

د نوموړي په خبره، که د پاکستان حکومت په پراخه کچه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر بند نه کړي، د ښځو او نجونو په ګډون به له ګواښ سره مخامخ زرګونه افغانان له خوندیتوب، معیشت او زده‌کړو ته له لاس‌رسي بې برخې شي.

د پاکستان د حکومت له‌خوا د کډوالو د اېستلو په اړه د ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته، یو شمېر افغانان په ځانګړې توګه هغه کسان چې قانوني اسناد نه لري د پولیسو د نیول کېدو له وېرې په پټه ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې، د هرې ورځې په تېرېدو سره د اېستل شویو کډوالو د راتلونکي په اړه اندېښنې هم زیاتېږي.

ګالوپ څېړنیزې موسسې هم تېره ورځ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي دي، اېستل شوي کډوال چې ډېره برخه یې اوس‌مهال په لنډمهاله کمپونو کې سختې شپې او ورځې تېروي، له یوه نامعلوم اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي.
د یادې ادارې په راپور کې راغلي، چې افغانستان ته له پاکستانه د زرګونو کډوالو ستنېدل به د افغانستان پر اقتصادي چارو نور هم فشار زیات کړي.

د یو شمېر هېوادونو او د بشري حقونو د ادارو له نیوکو سره، سره پاکستان د نومبر میاشتې له پيل راهیسې په جبري توګه له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړه او تراوسه زرګونه افغانان د سپین بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته استول شوي دي.