مزارشریف کې چاودنې: په بلخ کې د طالبانو د والي ویاند وايي، چې په یوه کور کې اور لګېدلی

په مزارشريف ښار کې له څو چاودنو وروسته د بلخ ولایت لپاره د طالبانو وياند حاجي زيد وايي، چې د دغه ښار په ۱۱مه ناحيه کې په يوه کور کې اور لګېدلی دی. نوموړي وويل، چې په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ځینو سرچینو ویلي، چې د وسلو په یوه ګودام کې چاودنه شوې ده.

د بلخ لپاره د طالبانو وياند تېره شپه په اېکس پاڼه ولیکل، چې اورلګېدنه د برېښنا د شارټۍ له امله شوې او اوس‌مهال اور لګېدنه کابو شوې ده.

هغه زياته کړه، چې دا پېښه په ځايي وخت د شپې په ١١:٢٠ دقیقو شوې ده.

تر دې مخکې ځايي سرچينو په مزارشريف ښار کې د څو چاودنو خبر ورکړی و.

عیني شاهدانو ویلي، له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

یوه ویډیو چې موږ ته رسیدلې په کې لیدل کیږي، چې د پېښې له ځایه دود پورته کېږي او همداراز د ډزو غږونه هم پکې اوریدل کیږي.