د کراچۍ په اورنګي کې یو افغان وګړی د کورنۍ شخړې له امله وژل شوی دی

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۹

د پنجشنبې په ورځ په اورنګي ټاون کې د میرافضل په نوم یو افغان وګړی وژل شوی او پاکستانۍ مېرمن یې د خپل لومړي خاوند او وراره له‌خوا په ډزو ټپي شوې ده.

وژل شوی میر افضل او ۳۵ کلنه مېرمن یې سایره افضل له خپل لومړي مېړه څخه له خپلې ۱۴ کلنې لور عنبرین سره یو ځای افغانستان ته د تګ په حال کې وو؛ ځکه چې پاکستاني حکومت ټولو بې اسناده کډوالو ته د جبري ستنېدو خبرداری ورکړی و.

د هغې پخواني مېړه او وراره یې ابوبکر د خیبر پښتونخوا د چارسدې اوسېدونکو په داسې حال کې چې له دغه هېواده د دوی د وتلو پر وړاندې مقاومت کاوه، په باچا خان چوک کې میر افضل په ډزو وواژه او سایره یې ټپي کړه.

ځایي پولیس وایي، دا مهال ابوبکر نیول شوی دی.

نور خبرونه

رادیو