د سوډان دوه ورځنۍ جګړه کې نږدې ۷۰۰ کسان وژل شوي
د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، د سوډان په لوېدیز ډارفور کې د دغه هېواد د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو په جګړه کې نږدې ۷۰۰ کسان وژل شوي او سل ټپیان دي. دا اداره د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، چې د نومبر پر څلورمه او پنځمه په دغه جګړه کې درې سوه کسان ورک شوي هم دي.
په سوډان کې د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ د تېر مارچ وروستیو کې جګړه پیل شوې.
دې جګړې تر دریو میلیونو خلک له خپلو مېنو بې ځایه کړي او نږدې یو میلیون کسان یې له هېواد وتلو ته اړ کړي دي.