د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان کې د کډوالۍ لسګونو توقیف ځایونو ته خبریالان لاسرسی نه لري

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۹

د بښنې نړیوال سازمان وايي، پاکستان د افغان مهاجرینو په لسګونو توقیف خونو ته د خبریالانو د لاسرسي مخه نیولې ده.
دغه سازمان وايي، دغه مرکزونه د یوه ځانګړي قانون له مخې نه دي جوړ شوي او په ځینو کې مهاجرو ته د وکیل لرلو یا د کورنۍ له غړو سره د اړیکې نیولو حق نشته.


د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې دا ډول مرکزونه د ازادۍ او عادلانه محاکمې حق تر پښو لاندې کوي او د معلومات نه خپریدل کورنیو ته د خپلو عزیزانو موندل ستونزمنوي.
د بښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ په یوه بیان کې پر پاکستان غږ وکړ چې سملاسي د افغان کډوالو نیول، ایستل او ډله ییزه ځورونه ودروي.
دغه سازمان ویلي، که پاکستان سملاسي د ایستلو مخه ونه نیسي، په زرګونو افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې به امنیت، زدکړو او ژوند ژواک ته له لاسرسي بې برخې شي.
د دغه سازمان په بیانیه کې راغلي چې له زرګونو افغان کډوالو څخه د سياسي وسيلو په توګه کار اخيستل کېږي او د بشري حقونو د سرغړونو او بشري ناورين سره مخ دي، دوی د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته استول کېږي چې هلته یې ژوند له خطر سره مخ دی.

د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان سیمه ییزې مرستیالې لیویا ساکاردي په یوه بیان کې وویل، «هیڅوک باید له ډله ییز ایستلو سره مخ نشي او ښه به وي چې پاکستان خپل نړیوال قانوني مکلفیتونه له هغې جملې د کډوالو د نه شړلو اصل په یاد وساتي.»

پاکستاني چارواکو ویلي، د افغان کډوالو د ایستلو لپاره یې ۴۹ توقیف ځایونه جوړ کړي دي

د بښنې نړیوال سازمان د هغو افغانانو د نیول کېدو خبر هم ورکړی، چې کره اسناد یې درلودل او ځینې مجبور شوي چې د خلاصون لپاره پولیسو ته ډېرې پیسې ورکړي.

نور خبرونه

رادیو