اسټرالیا د اقلیمي بدلون له خطر سره مخ د یوه هېواد ټولو خلکو ته پناه ورکوي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/189827266078401d6abdfbf712c4e32276418dae-3946x2220.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
اسټرالیا اعلان کړی چې د تووالو ټولو اوسیدونکو ته چې د اقلیمي ناورین له خطر سره مخ دي پناه ورکوي. تووالو په ارام سمندر کې د لږ جګو پوګانو یوه کوچنۍ مجموعه ده چې له ۱۱ زرو څخه ډېر نفوس لري.
د اسټرالیا حکومت ویلي چې هر کال شاوخوا ۲۸۰ کسانو ته ویزې ورکوي.
اسټرالیایي ورځپاڼي سانډي هرالډ مارنینګ راپور ورکړی چې د تووالو ټول ۱۱ زره او ۲۰۰ اوسیدونکو ته به پناه ورکړل شي که د اقلیمي بدلون له امله دې کوچني هېواد کې استوګنه ستونزمنه شي.
وړاندوینه کیږي چې د تووالو د پلازمینې فونافوټي نیمایي برخه به تر ۲۰۵۰ میلادي کاله پورې له اوبو لاندې شي.
د استرالیا د لومړي وزیر انټوني البانیز او د تووالو د حکومت ترمنځ د تړون له مخې د دغه هېواد اوسیدونکي په استرالیا کې ژوند، کار او زدکړې کولی شي.
استرالیا هم ژمنه کړې چې د طبیعي پېښو، ساري ناروغیو یا پوځي یرغل پر وړاندې له دغه کوچني هېواد سره به مرسته وکړي.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/8b1f32e510a17094846079eec2b9408649be772e-1920x1005.png?rect=67,0,1787,1005&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د تووالو د بهرنیو چارو وزیر په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د اوبو له منځه د ملګرو ملتونو د اقلیم په سرمشریزه کې وینا وکړه
اسټرالیا د نوې هوکړې ځینې برخې د ارام سمندر دې هېواد کې د چین د نفوذ په اړه د اندېښنې له امله دي.
دا تړون اسټرالیا ته اجازه ورکوي چې د تووالو او چین ترمنځ هر ډول امنیتي تړون یا دفاعي همکارۍ ویټو کړي ترڅو د چین د نفوذ مخه ونیسي.
په ورته وخت کې، تووالو یو له هغو ۱۳ هېوادونو څخه دی چې له تایوان سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې لري.