سرچینې: محسن داوړ نیول شوی او بېرته اسلام اباد ته راستون کړای شوی دی

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۹

د نېشنل ډيموکراټیک غورځنګ مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی محسن داوړ د پنجشنبې په ورځ په بلوچستان صوبه کې د دغه هېواد د پولیسو له‌خوا نیول شوی او بېرته اسلام اباد ته راستون کړای شوی دی.

په دغه غورځنګ کې سرچینو ویلي، چې ښاغلی داوړ تېره ورځ کویټې ته رسېدلی او چمن ته تللی؛ ترڅو له هغو پرلت وهونکو سره یوځای شي، چې په چمن کې یې د تېرو درېیو اونیو راهیسې د ملي اپېکس کمیټې له‌خوا پر چمن لارې په پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ له اعلان شوې پرېکړې پر وړاندې پرلت وهلی.

سرچينې زياته کړې، چې اړوندو چارواکو ښاغلي داوړ ته چمن ته د ننوتو اجازه ور نه کړه او بېرته يې کوټې ته ولېږداوه.

نوموړی د ولایت مقام ته راوړل شوی او تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې په ولایت مقام کې د ملي امنیت د عمومي منشي مزمل شاه په کور کې توقیف شوی دی.

د پنجشنبې په سهار ښاغلی داوړ تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د کوټې هوايي ډګر ته یوړل شو او د یوه خصوصي هوايي شرکت له لارې اسلام اباد ته ولېږدول شو.

نور خبرونه

رادیو