د کرېکټ نړۍوال جام؛ افغانستان په خپلې وروستۍ لوبه کې نن له سویلي افریقا سره لوبېږي

د کرېکټ نړۍوال جام د سیالیو په دوام، نن افغانستان په خپلې وروستۍ لوبه کې د سویلي افریقا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه نن د احمداباد په نرېندرا مودي لوبغالي کې د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه بجه پیلېږي.

د کرېکټ نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي؛ خو افغانستان له خپلې وروستۍ ماتې وروسته هم یو څه چانس لري، چې نیمه پایلوبې ته لار ومومي.

هند، سویلي افریقا او اسټرالیا لا دمخه نیمه پایلوبې ته لار موندلې ده.

اوس‌مهال درې لوبډلې افغانستان، نیوزیلنډ او پاکستان نیمه پایلوبې ته د تګ امکان لري.

وروستۍ لوبې د دغو درېیو لوبډلو لپاره برخلیک ټاکونکې دي.

افغانستان اوس‌مهال د ډلبندۍ په شپږم نمبر کې دی.