په بلوچستان کې د «حق راکړه» په نوم د یوه سیاسي تحریک مشر مولانا هدایت الرحمن نظر بند شوی

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۹

مولانا هدایت الرحمان تېره شپه هغه وخت د پولیسو له‌خوا نظر بند شو، چې د جماعت اسلامي په دفتر کې په کار بوخت و.

نوموړي پرون په یوه خبری کنفرانس کې ویلي و، چې د جمعې په ورځ به په هغه پرلت کې ګډون او وینا کوي چې د تېرو شلو ورځو راهیسې روان دی.

تر هغه وړاندې تېره ورځ د بلوچستان پولیسو په پرلت کې د محسن داوړ د ګډون مخنیوی هم کړی و.
د چمن اوسېدونکي د بلوچستان د پولیسو دغه کار غندي او وايي، د پاکستان استخباراتي ادارې تل د پښتنو سیاسي مشران ځوروي او نه غواړي، چې د پښتنو لپاره غږ پورته شي.
په چمن کې روان پرلت چې له درېیو اوونیو راهیسې روان دی، زرګونه کسانو په کې برخه اخیستې او موخه یې د چمن سپین بولدک پر کرښه په پاسپورټ او ویزو د تګ راتګ د جبري کولو مخنیوی دی.

بل پلو نن په کوټه او د بلوچستان په نورو برخو کي ډوډۍ پخوونکو (نانوایانو) د افغان کډوالو د جبري ستنولو په غبرګون کې د کار بندیز کړی، چې له امله یې د بلوچستان ګڼو اوسېدونکو ته ستونزې راولاړې شوې دي.
دوی وايي، چې د افغانانو د جبري ستنولو په ترڅ کې ګڼ شمېر هغه ډوډۍ پخوونکي هم افغانستان ته شړل شوي، چې په دغه صوبه کې یې د ډوډۍ پخولو چارې ترسره کولې.
د یو بل راپور له مخې، د پښتون ملت پاله سیاسي ګوندونو د زده‌کوونکو ټولنې د هغو افغان زده‌کوونکو د اېستلو په غبرګون کې لاریون کړی چې د جبري شړلو سره مخامخ شوي او یا هم نن سبا ښوونځیو ته نه شي ورتللای.
دغه لاریونوال وايي، تر هغې به د ښوونځیو د دروازو پرانیستلو ته اجازه ورنکړي چې د بلوچستان چارواکو د افغان کډوالو د جبري ستنولو په برخه کې خپله پرېکړه بېرته بدله کړې نه وي.

نور خبرونه

رادیو