د کرېکټ نړۍوال جام؛ افغانستان لومړی توپ وهنه کوي

د کرېکټ نړۍوال جام د لوبو په لړ کې نن د افغانستان وروستۍ لوبه د سویلي افریقا پر وړاندې پیل شوه. افغان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د لوبغالي وضعیت ته په پام یې لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د افغان لوبډلې د لوبډلمشر حشمت الله شاهدي په وینا، ننۍ لوبه د دوی له پاره ډېره مهمه او برخلیک ټاکوونکې ده.

که افغانستان نن په ښو نمرو لوبه وګټي؛ نو نیمه پایلوبې ته به د تګ چانس ولري.

هند، سویلي افریقا او اسټرالیا لا دمخه نیمه پایلوبې ته لار موندلې ده.