د کډوالو په اېستلو کې له پاکستان سره د ایران سیالي او شریکي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۹

له څو میاشتو راهیسې په جبري توګه له پاکستان او ایرانه سره له دې چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر روان دی؛ خو په وروستۍ یوه میاشت کې دواړو هېوادونو دغه چاره چټکه کړې ده.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد د یو شمیر پوځیانو، خبریالانو، مدني فعالانو او سندرغاړو په ګډون زرګونو افغانانو د سختو امنیتي ګواښونو له امله ایران او پاکستان ته پناه وړې ده، چې په دوی کې ډېری یې قانوني اسناد نه لري.

پاکستان بیا د کډوالو د اېستلو لپاره د دغه هېواد د ناامنیو د زیاتېدو مسله پلمه کړې؛ خو ایران سره له دې چې له طالبانو سره نږدې اړیکې هم لري دا چې په کومه پلمه له افغان کډوالو سره تریخ چلند کوي، لا کره معلومات نه شته.

د یوشمېر کارپوهانو په باور، له دغو هېوادونو د کډوالو د اېستلو بهیر د طالبانو په غوښتنه شوی دی.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله ازاد وایي چې، د طالبانو له حاکمیت وروسته زرګونه افغانانو هېواد پرېښود او لا هم د وتلو په حال کې دي؛ نو ځکه طالبان غواړي چې د دغو افغانانو د ځای د ډکېدو ترڅنګ خپل ځان ته د مشروعیت لار پیدا کړي.

له پاکستانه په جبري توګه د کډوالو د اېستلو د بهیر له چټکتیا وروسته، ایران هم د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ته زور ورکړی دی.

په خواله رسنیو کې له ایرانه د اېستل شویو کډوالو اړوند یوه ویډیو خپره شوې، چې یو شمېر کډوال په کې د ایراني چارواکو له ناوړه چلنده شکایت کوي.

یو ستون شوی کډوال وایي، ایراني پولیسو له پوښتنې او ګروېږنې پرته له پولې لړولی او ښځه او ماشومان یې د کرښې هغې غاړې ته پاتې دي.

له دې سره، یو بل ستون شوی کډوال بیا وایي چې د ایران پولیسو سخت ځورولی او د سهار له شپږو بجو یې چې نیولی و، د شپې تر دولسو بجو یې ان تشناب ته هم اجازه نه ده ورکړې.

اخوا، د اسلام کلا د صفري کرښې مسوول عبدالله قیومي له یوه فرانسوي خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې، یوازې د روانې اوونۍ په وروستیو څلورو ورځو کې له دغې کرښې شاوخوا ۱۴ زره او ۴۸۰ تنه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د نوموړي په وینا، له ایرانه د ستنېدونکو کډوالو شمېر د تېر پرتله دوه برابره زیات شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې، په تېره یوه اوونۍ کې نږدې ۲۰۰ زره افغان کډوال په جبري توګه د پاکستان له بېلابېلو برخو افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د افغانستان د تېر حکومت د پوځیانو او د دولتي کار کوونکو وژل، ځورول، نیول او بندي کېدل او همداراز بې وزلي او وزګارتیا هغه څه دي، چې د افغانانو کډوالي ورسره زیاته شوه او دا چاره دوام لري.

له دې سره، د بشري حقونو ملاتړو ادارو او د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرو له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون کې ویلی چې، د ژمي په درشل کې ستنېدونکي کډوال به له خورا نورو ستونزو سره هم مخامخ شي.

نور خبرونه

رادیو