د افغان کډوالو په زور اېستل؛ د پي ټي اېم بهر مېشتو فعالانو يې په غبرګون کې لاریونونه وکړل

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۸

د پښتون ژغورني غورځنګ له لوري د چهار شنبې په ورځ د (لړم ۱۸مه) د جرمني په فرانکفورټ کې له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون احتجاجي لاریون وکړ.
لاریون کوونکو له افغان کډوالو سره د پاکستان د پوځ او حکومت له خوا له سپکاوي ډک او بشري حقونو ضد چلند غندنه وکړه.

په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر میوند یوسفي د لاریون پر مهال په خپلې وینا کې وویل: «موږ خپل وطن ته د افغان کډوالو په خپله خوښه ستنېدلو خلاف نه یو، خو په دغه سپکاوي چي یې پاکستان باسي، دا د ټولو بشري او اسلامي اصولو خلاف عمل ګڼو او غندنه یې کوو.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه لاریون کوونکي د پاکستان حکومت له لورې له افغان کډوالو څخه د هغوی د پانګو او جایدادونو یرغمل کول ظلم او ناروا بولي او وايي چې دغه عمل د بښلو وړ نه دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د پاکستان د حکومت له لورې له افغان کډوالو ېسره د ېزور زیاتي او سپکاوي ډک چلند په غبرګون به په نورو هیوادونو کې هم خپلو احتجاجي لاریونونو ته دوام ورکوي.
د دغه غورځنګ مشران وايي، د دې لړۍ لاریونونو راتلونکي هغه به په برلین، پاریس، بروکسل، جنیوا، هلسینکي او ګڼو نورو اروپايي ښارونو کې تر سره کړي.
له پاکستانه په زور د افغان کډوالو ایستل په پاکستان کې د ننه او په نړیواله کچه غبرګونونه لرلي دي.
خو د پاکستان حکومت له دغه هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو پر پریکړه ټینګ ولاړ دی او هره ورځ زرګونه افغان کډوال له پاکستانه په زور باسي.
.

نور خبرونه

رادیو