مولانا فضل رحمان د افغان کډوالو د ستونزې د حل لپاره د کمېسون جوړېدو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۸

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزې د حل لپاره د کمېسون جوړېدو غوښتنه وکړه.

مولانا فضل رحمان د پاکستان د سرپرست حکومت له خوا د افغان کډوالو اېستلو ته په اشاره ايي، چې په یوه طرفه فیصلو سره اړیکي خرابېږي.

د پاکستان حکومت د تېر اکتوبر لومړیو کې بې قانونه کډوالو ته یوه میاشت د وتلو لپاره وخت ور کړ او له دې نېټې وروسته هم کډوال نیسي او ستنوي.

د مولانا فضل رحمان ګوند نن پر خپل اېکس د نوموړي خبرې خپرې کړې دي چې پکې پاکستان پر دغه پرېکړه له نیوکې سره وايي: «افغان کډوالو ته بې قانونه ویل کېږي او اېستل کېږي، ایا دوی دا ۴۲ او ۳۲ کاله بې قانونه نه وو؟»

د پاکستان حکومت افغان کډوال د دغه هېواد په ناامنۍ کې ښکېل بولي، خو طالبان او پخواني افغان چارواکي وايي، د پاکستان امنیتي ادارې د امنیت ټینګولو کې پاتې راغلې او د دې ناکامۍ پړه پر کډوالو اچوي.

مولانا فضل رحمان هم دې مسلې ته له اشارې پرته واييک «مشکل یو ځای جوړېږي، شکایت له بل ځای کېږي، سزا بل چا ته ور کول کېږي. »

نوموړی زیاتوي چې په افغانستان دا فتوا هم شوې چې په پاکستان کې جنګ جهاد نه دی.

مولانا فضل رحمان نږدې میاشت مخکې هم له افغان کډوالو سره د پاکستان پر چلن نیوکه کړې وه او یوه ویډیو کې یې ویلي وو: «زه د انساني حقونو له ادارو غواړم چې پاکستان ته راشي، او اوس د افغان کډوالو په تړاو انساني حقونه مطالعه کړي چې پاکستان کې ور سره څه کېږي.»

نوموړي زیاته کړې وه، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه له افغان کډوالو پیسې اخلي او یا یې هم پر جایداد ولکه کوي.

که څه هم نړیوالې ټولې او طالبانو بیا بیا له پاکستان غوښتي چې د کډوالو اېستلو په هکله خپله پرېکړه واخلي، خواسلام اباد لا هم شاتګ نه دی کړی.

د پاکستان چارواکي وايي، د تېر اکتوبر له لومړیو تر اوسه دوه لکه لس زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو