کندهار او هلمند کې خصوصي پوهنتونونو راستانه شويو افغانانو ته سلګونه وړیا سکالرشيپونه ورکړل

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۸

په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پنځو خصوصي پوهنتونونو چارواکو ژمنه کړې چې، له پاکستانه په زور د اېستل شویو افغان کډوالو له پاره سلګونه وړیا سکالرشیپونو د ورکړې تر څنګ به مسلکي کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره کړي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې د دغې ډلې د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني کندهار ته د خپل سفر پر مهال ویلي، د کندهار او هلمند ولایتونو د خصوصي پوهنتونونو له لوري له پاکستان څخه په زور د اېستل شویو افغان کډوالو ته وړیا سکالرشیپونو ورکړل شوي.
د طالبانو د کډوالو وزارت پر خپل ایکس پاڼه د خلیل الرحمن حقاني له قوله لیکلي، «علمي ادارې دې زده کړې داسې معیاري کړي، چې نورو هیوادونو ته د تګ اړتیا پېښه نه شي، په تیر کې هیواد هغو خلکو ډیر وران کړ، چې نورو هیوادونو ته د زده کړو له پاره تللي وو.»
له پاکستانه په زور د اېستل شویو افغان کډوالو ته میرویس نیکه، بینوا ، سبا، لمر، ملالۍ او بست پوهنتونونو د طب، حقوقو او سیاسي علومو، اقتصاد، کمپیوټر ساینس، انجینرۍ او ښوونې او روزنې په پوهنځیو کې سلګونه وړیا سکالرشیپونه ورکړي دي.
د خصوصي پوه‍نتونونو مشران وايي، له پاکستانه په زور د اېستل شویو افغان کډوالو په ډله کې مسلکي کسانو ته د کار موندلو هڅې هم روانې دي.
له پاکستانه د بې اسنادو افغان کډوالو اېستلو بهیر لا هم دوام لري او هره ورځ زرګونه افغان کډوال هیواد ته راستنیږي.
خو افغانستان ته د دغه لوی شمېر کډوالو راستنېدو اندېښنې هم پیدا کړې. ځکه لا له وړاندې په افغانستان کې بیکارۍ او لوږې د ګڼو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

نور خبرونه

رادیو