پنجاب کې ګرځبندیز؛ حکومت بازارونو او هټیو ته د سبا ورځې لپاره د پرانیستو اجازه ورکړه
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/dc8c22c515c1939157edb3eb0f50772c474b455c-850x500.jpg?rect=0,11,850,478&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د پنجاب حکومت د صوبې په اتو ولسوالیو کې په خپل څلور ورځني ګرځبندیز کې د ځينو بدلونونو اعلان کړی دی. د پنجاب حکومت اجازه ورکړې، چې د ککړې هوا په دغو سیمو کې دې بازارونه سبا پرانیستل شي.
خو له بلې خوا، هټۍ او بازارونه به د شنبې او یکشنبې په ورځو تړلي وي.
د ځایي حکومت دغه پرېکړه په لاهور، ننکانه صاحب، شیخوپوره، قصور، ګوجرانواله، نارووال، حافظ اباد او سیالکوټ ولسوالیو کې پلې کېږي.
دغه راز د اقبال د ورځې په پار به رستورانتونه، سینماګانې، ورزشي کلپونه، دولتي او خصوصي ښوونځي، کالجونه، پوهنتونونه او دفترونه له پنجشنبې څخه تر یکشنبې پورې تړلي وي.
د چهارشنبې په ورځ صوبايي حکومت د هوا د ککړتیا مخ په زیاتېدونکې کچې سره د مبارزې لپاره سم د لاسه ګرځبندیز اعلان کړ.