سند د ریل ګاډي له لارې بې اسناده کډوال افغانستان ته استوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۸

له سنده د بې اسناده کډوالو اېستل د سه شنبې په ورځ وروسته له هغې د یوې ورځې لپاره وځنډول شول، کله چې حکومت پرېکړه وکړه چې دوی د بسونو پرځای د اورګاډي له لارې دغه کډوال خپل هېواد ته استوي.

له ۷۰۰ څخه د زیاتو بې اسناده افغان کډوالو سره، لومړی ریل ګاډی پرون له کراچۍ څخه بلوچستان ته روان شو.

لوړپوړي افسر چې د ټرانزیټ مرکزونو څارنه کوي، وویل چې د نومبر له لومړۍ نیټې راهیسې چې د بې اسناده بهرنیانو د بېرته ستنېدو لپاره په ټول هېواد کې عملیات پیل شوي، تر دې دمه یوازې ۴۵۰ بې اسناده کډوال له سند څخه د بسونو له لارې خپل هېواد ته لیږدول شوي دي.

ځینې سرچينې وایي، په دغې ناسته کې دې ته اشاره شوې چې د ځينو لاملونو له امله د بېرته ستنېدو بهير ټکنی شوى او د ستونزې پر حل يې ټينګار کړى دى.

نور خبرونه

رادیو