د کرېکټ نړۍوالې شورا د توپ وهونکو په تازه ډلبندۍ کې شوبمن ګېل لومړی مقام ترلاسه کړ

د کرېکټ نړۍوالې شورا د توپ وهونکو په تازه ډلبندۍ کې شوبمن ګېل له پاکستاني بابر اعظم څخه لومړی مقام ونیو. د کرېکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د توپ وهونکو په دغه ډلبندۍ کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ دوولسم مقام ته لوړ شوی دی.

د کرېکټ د نړۍوالې شورا له لورې د یو ورځنیو لوبو د توپ وهونکو ډلبندي د چهار شنبې په ورځ د (لړم په ۱۸مه) اعلان شوه.
په دغه ډلبندۍ کې د هند د کرېکټ د ملي لوبډلې غړی شوبمن ګېل د شورا له لورې په لومړي مقام اعلان شوی.
تر دې وړاندې د یو ورځینو لوبو په ډلبندۍ کې پر لومړي مقام د پاکستان د کرېکت د لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم ولاړ و.
د کرېکټ د نړۍوالې شورا د یو ورځینو لوبو د توپ وهونکو په دغه تازه ډلبندۍ کې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدرا‍ڼ دوولسم مقام ته ورسېد.
ښاغلی ځدراڼ له اسټرالیا سره د پرونۍ ښې لوبې وروسته په دغه تازه اعلان شوې ډلبندۍ کې اووه قدمه مخته ولاړ .
خو رحمان الله ګربز بیا د یو ورځینو سیالیو په روان نړۍوال جام کې کوم د پام وړ توپ وهنه نه ده کړې او نوموړی په دغه ډلبندۍ کې دوه درجې شاته تللی.
د کرېکت د نړۍوالې شورا د ډلبندۍ په لړ کې رحمت شاه زرمتی یوه درجه، نجیب ځدراڼ دوه درجې او حشمت الله شاهدي دوه درجې ښکته تللي دي.