انوارالحق کاکړ: بې اسناده افغان کډوال په نا امنیو کې ښکېل دي

د پاکستان لنډمهاله لومړی وزیر انوارالحق کاکړ وایي، بې اسناده افغان کډوال په نا امنیو کې ښکېل دي او د افغان کډوالو اېستلو په اړه د افغانستان د چارواکو څرګندونې د افسوس وړ دي.

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر وايي، د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو تګلاره به حتمي پلې کوي او غوښتنه یې دا ده، چې په افغانستان کې مېشت بې اسناده پاکستانيان هم دوی ته وسپارل شي.
د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د چهار شنبې په ورځ د (لړم ۱۸مه) په اسلام اباد کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال یو ځل بیا ادعا وکړه، چې د پاکستان په نا امنیو کې د افغانانو لاس دی.
نوموړی وايي، د ترهګرو په اړه یې له افغانستان سره هم معلومات شریک کړي؛ خو افغانستان د پاکستان ضد وسله‌والو په اړه ګامونه نه اخلي.
انوارالحق کاکړ وايي:« په پاکستان کې د نا امنیو خپروونکو کې بې اسناده کډوال شامل دي، ترهګرو د پاکستان پر ضد د جګړې اعلان کړی، ترهګر د افغانستان له خاورې کار اخلي، د ترهګرو په اړه مو د افغانستان سره معلومات شریک کړي؛ خو افغانستان یې پر ضد هیڅ ګام نه دی پورته کړی.»
د پاکستان سرپرست لومړی وزیر له افغانستانه غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې مېشت پاکستاني وسله‌وال دوی ته وسپاري.»
همدارنګه نوموړی له طالبانو غوښتنه کوي، چې د ټي‌‌ټي‌پي (تحریک طالبان پاکستان) د ځپلو په برخه کې ټول ممکنه ګامونه واخلي.
نوموړی وایي:« په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د روزنې کمپونه او د اوسېدو ځایونه دې له منځه یوسي او دا دې ثابته کړي، چې نور به ترهګر له افغانستانه په پاکستان کې نا امني نه خپروي.»
انوارالحق کاکړ وايي، له افغانستان سره به یې سوداګریزې اړیکې دوام ولري؛ خو د سوداګرۍ په برخه کې يې هم یو لړ بدلونونه راوستي دي.
خو طالبانو تل د پاکستاني چارواکو دغه ادعاوې بې بنسټه بللې دي او له هغه وروسته چې پاکستان په ډله‌ییز ډول د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړه، دغو ناندریو نور هم زور واخیست او پر یو بل یې له پخوا زیات تورونه پورې کړل.
خو ګڼ افغانان بیا وايي، هر کله چې د دواړو هېوادونو تر منځ ترېنګاتیاوې زیاتېږي، زور یې د بې‌وزله کډوالو اېستل کېږي، نه یوازې دا چې هغوی ځورول کېږي؛ بلکې رټل، بندیانول، په زوره د هغوی شړل او د هغوی پر شتمنیو ولکه کول هغه څه دي، چې نن سبا ګڼ افغانان ورسره غاړه غړۍ دي.