پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو دوام؛ په اسلام اباد کې یو ځلې بیا ګڼ افغانان ونیول شول

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۷

د اسلام اباد له بي ۱۷ سیمې څخه ګڼو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه سیمه کې نن په شنه سهار پولیس کورونو ته ورغلي؛ تر پلټنو وروسته یې هغه کډوال له ځانه سره بیولي چې د دوی په وینا قانوني اسناد یې نه درلودل.

د بي ۱۷ سیمې یو افغان اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د نارینه پولیسو ترڅنګ ګڼې ښځینه پولیسې هم په دغه عملیاتو کې ونډه لري.

هغه وایي، چې تېره ورځ د ارزونې په پلمه پولیس کورا کور ګرځېدلي، اسناد یې کتلي او نن سهار وختي یې شاوخوا پنځوس تنه کډوال په سترو موټرونو کې له ځانه سره لېږدولي دي.


هغه زیاتوي، چې دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

بي ۱۷ هغه سیمه ده، چې ډېری اوسېدونکي یې افغانان دي.

نور خبرونه

رادیو