پرلت وهونکي: پاکستان پوځ د ډیورنډ کرښې پر صفري نقطه د قبایلو پلرنۍ ځمکې غصب کړې

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۷

د سویلي پښتونخوا په چمن کې د تېرو ۱۹ ورځو راهیسې پر سپین بولدک ـ چمن دروازه په پاسپورټ د تګ راتګ په غبرګون کې پرلت دوام لري.
دغه پرلت کې هره ورځ زرګونه ځایي وګړي ګډون کوي او دوی وايي، ‌تر هغې یې چې غوښتنې نه وي منل شوي پرلت به یې دوام لري.

د چمن د ځمکه‌والو د ټولنې مشر عبدالباري چې په دغه پرلت کې یې ګډون کړی وايي،‌ پاکستان هغه مهال پر دغه دروازه تګ راتګ محدودوي چې کله د کرنیزو محصولاتو د ټولولو وخت را نږدې شي.
همدارنګه نوموړی وايي،‌ د پاکستان د پوځ له لورې د ډیورنډ پر صفري کرښه د قبایلو پراخې پلرنۍ ځمکې یې غصب کړي.
نوموړی وايي:« د ډیورنډ دواړو لوریو ته زموږ د قبایلو زرګونه برمې دي، چې خلک یې په کرنه بوخت دي او زرګونه کورنۍ پرې ابادې دي. د چمن لوري ته زموږ پراخې ځمکې د پاکستان حکومت غصب کړې. موږ پر خپل پلرنۍ ځمکه د اوسېدو لپاره نه پرېږدي.»
دغه پرلت کوونکي وايي، د پاکستان له لورې د سویلي پښتونخوا ځايي اوسېدونکو ژوند او سوداګرۍ ته سخت زیان اوښتی دی.
دوی وايي، تر هغه به خپل پرلت ته دوام ورکوي چې د پاکستان حکومت خپله پرېکړه نه وي بدله کړې.
د سویلي پښتونخوا یو دیني عالم مولوي مصطفی وايي:«موږ دلته د پاسپورټ خلاف او د افغان کډوالو سره د روان ظلم په اړه ناست یو او موږ تر هغه خپل دغه مدني حرکت ته دوام ورکوو، چې دلته موږ مېشت پښتانه د پاکستان د حکومت د ظلم څخه وژغورو.»
د تېرو ۱۹ ورځو راهیسې د چمن زرګونو اوسېدونکو د پاکستان د حکومت د هغه پرېکړې په غبرګون کې چې پر سپین بولدک او چمن دروازه دې تګ راتګ په پاسپورت او ویزه ترسره کېږي، پرلت وهلی دی.
په تېرو ۱۸ ورځو کې د پرلت وهونکو او د پاکستان د حکومت له لوري د پرلت کوونکو د غوښتنې په اړه لیدنې هم تر سره شوې دي؛ خو تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه ده لرلې.

نور خبرونه

رادیو