ملګري ملتونه: له پاکستانه د اېستل شویو افغان کډوالو ۶۰ سلنه ماشومان دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۷

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د لړم میاشتې له لسمې تر دیارلسمې نېټې له ۲۰ زرو زیات افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه سازمان په خبره، د ستنو شویو کډوالو په منځ کې ۶۰ سلنه یې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه ټولنه د خپلو ارزونو پر بنسټ وايي، چې له پاکستانه د اېستل شویو کډوالو وضعیت «نهیلې کوونکی» دی.
دغه بنسټ د سه شنبې پر ورځ د خواله رسنۍ په اېکس پاڼه لیکلي، ډېرو افغانانو چې څو ورځې سفر یې کړی لا هم نه پوهېږي چې کوم پلو ته ولاړ شي.
دغه بنسټ زیاتوي، د هغو کډوالو د لاس نیوي په پار چې دا مهال په پوله کې اېسار دي بېړنۍ بودجې ته اړتیا لري.

پاکستان چې له څو لسیزو راهیسې د مېلیونونو افغان کډوالو کوربه دی؛ خو تېره میاشت پاکستاني چارواکو اعلان وکړ، چې په نا امنیو کې د یو شمېر افغانانو ښکېلتیا د وسله‌والو ډلو سره د هغوی د همکارۍ په وجه بې اسناده کډوال به له خپلې خاورې وباسي.

اټکل کېږي، چې شاوخوا ۱.۷ مېلیونه افغانان چې باوري اسناد نه لري او په پاکستان کې مېشت دي، دمګړۍ د نیولو او له پاکستانه د شړلو له ګواښ سره مخامخ دي.

د نړۍوالو بنسټونو او بشري حقونو د ادارو د بیا بیا غوښتنو سره، سره چې د کډوالو اېستل دې ودرول شي؛ خو پاکستان په دې وروستیو ورځو کې نه یوازې دا چې دا لړۍ و نه دروله، بلکې له پخوا یې زیاته چټکه کړې هم ده.

د وروستیو راپورونو له مخې، تر دې مهاله شاوخوا دوه لکه هغه افغانان چې د اوسېدو اسناد یې نه لرل له پاکستانه اېستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو