پاکستان کې د راجسټر افغان کډوالو د کارت موده د روان کال تر پایه وغځول شوه

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۷

د پاکستان سرپرستې کابینې په دغه هېواد کې راجسټر افغان کډوالو د کارتونو موده د روان میلادي کال تر پایه وغځوله.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، دا پرېکړه د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو له غوښتنې وروسته شوې ده.

د کابینې د نوې پرېکړې له مخې، هغه افغان کډوال چې راجسټر دي او کارتونو وخت یې ختم و د ۲۰۲۳ کال د ډیسمبر تر ۳۱ ورته د کارتونو وخت غځول شوی دی.

ویل کېږي د دې کډوالو د کارتونو موده د سږني جون پر ۳۱ پای ته رسېدلې وه.

پاکستاني چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د راجسټر کډوالو شمېر یو میلیون او دریو لکو ته رسېږي.

دې کډوالو ته دا له دوو میاشتو کمه موده په داسې مهال ور کول کېږي چې تېر اکتوبر کې د بې اسناده کډوالو د اېستلو سره سم په پاکستان کې د اسنادو کډوال هم نیول کېږي.

نور خبرونه

رادیو