امریکا له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو په اړه په خپلو ژمنو عمل وکړي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۷

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
ویډانت پټېل د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې پاکستان دې د افغان کډوالو د نه ستنولو اصولو ته درناوی وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پاکستان او د افغانستان له نورو ګاونډیو هېوادونو هم غوښتي هغو افغانانو ته چې د نړۍوالو ملاتړ غواړي خپلو هېوادونو ته د ننوتو اجازه ورکړي.
د پاکستان حکومت د نومبر په لومړۍ نېټه د بې اسناده افغانانو نيول او شړل پيل کړي، چې ښايي له دغه بهیره ۱.۷ مېلیونه افغان کډوال اغېزمن شي.
په تېره یوه اونۍ کې د سپین بولدک ـ چمن او تورخم له لارو سلګونه زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېری هغه کسان پاکستان ته کډوال شوي، چې په امریکا او اروپايي هېوادونو کې د کډوالۍ قضیې لري.
د بشري حقونو او د پناه غوښتونکو د ملاتړ د نړۍوالو سازمانونو له فشارونو سره سره، پاکستان د بې اسناده افغان کډوالو د شړلو له پرېکړې نه دی په شا شوی.

نور خبرونه

رادیو