بې پولې خبریالانو یو ځلې بیا له پاکستانه غوښتي، چې افغان خبریالان دې له دغه هېواده نه باسي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۷

دغه ټولنه پر پاکستان غږ کوي، هغه شاوخوا ۲۰۰ افغان خبریالان دې له دغه هېواده نه باسي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته یې دغه هېواد ته پناه راوړې.

د بې پولې خبریالانو دغه غوښتنه یوه اونۍ وروسته له هغې کېږي، چې پاکستان د بې اسناده بهرنیانو، چې د اټکل له مخې ۱.۷ مېلیونه یې افغانان دي، پر ضد عملیات پیل کړي دي.

هغه افغانان چې اوس هم په پاکستان کې ژوند کوي شاوخوا ۲۰۰ تنه یې خبریالان او ۲۵۰۰۰ یې هغه افغانان دي، چې د کډوالو د ځانګړي پروګرام له مخې امریکا ته د تګ په تمه دي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت دغه ډول غوښتونکو ته لیکونه استولي، چې د شړلو له دغه بهیر څخه یې وژغوري.

د بې پولې خبریالانو سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، چې په پاکستان کې یو شمېر افغان خبریالان د پاکستاني پولیسو له‌خوا له ځورونې، په خپل سري توګه نیونې، د افغان کرایه کوونکو د اېستلو لپاره د ځمکې پر مالکانو فشارونه او د ویزې د غوښتنلیک د نه منل کېدو سره مخامخ دي.

دغه سازمان وایي:« افغانستان ته د هغوی بېرته استول په ښکاره ډول هغوی له لوی خطر سره مخامخ کول دي. موږ د پاکستان پر حکومت غږ کوو، چې د دوی له نیولو څخه ډډه وکړي او په پاکستان کې د دوی خوندیتوب او امنیت تضمین کړي.»

له بلې خوا پاکستاني چارواکو ویلي، چې دوی به هغه افغان خبریالان چې له ګواښ سره مخ وي له دغه هېواده نه باسي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته ګڼو افغان خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي، چې تر ډېره ښځینه خبریالانې له ورته برخلیک سره مخامخې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو