د بلوچستان حکومت پتیېلې، چې د بې اسناده کډوالو پر ضد به عملیات چټکوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۷

د پاکستان په سویل لوېدیځ بلوچستان ایالت کې حکومت به په راتلونکو ورځو او اونیو کې د بې اسناده کډوالو په وړاندې خپل عملیات ګړندي کړي.
یوه لوړ پوړي چارواکي د سه شنبې په ورځ وویل، تمه لري چې حکومت د نومبر تر پایه شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰-۱۵۰،۰۰۰ بې اسناده کسان له دغه هېواده وباسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان سرپرست حکومت تېره میاشت ټولو بې اسناده کډوالو ته ضرب الاجل ورکړ، چې د نومبر تر لومړۍ نیټې دې په خيله خوښه له دغه هېواده ووځي؛ کنه نو د نیولو او شړلو سره به مخ شي.

د بلوچستان د اطلاعاتو لنډ مهاله وزیر جان اڅکزي په یوې خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، د بلوچستان صوبايي حکومت پرېکړه کړې چې په راتلونکو ورځو کې به د بې اسناده کسانو پر ضد عملیات چټک کړي.

هغه وایي:« موږ هیله مند یو، چې حکومت به د نومبر تر پایه پورې له بلوچستان څخه شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ تر ۱۵۰،۰۰۰ بې اسناده کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.»

اڅکزي وویل، په تېرو اوو ورځو کې شاوخوا ۶۶ زره بې اسناده کډوال د چمن له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
هغه وويل، چې له دې ډلې ٢٦ زره بې اسناده کډوال له سند څخه چمن ته تللي دي.

اڅکزي وویل:« په دې کې باید هیڅ ډول نا سم پوهاوی ونه شي، چې بې اسناده وګړي دې وکولای شي د قانون پلي کوونکو ادارو څخه پټ شي، یا دا چې د بډو په ورکولو سره دې څوک ځان له بېرته ستنېدو بچ کړي.»

اڅکزي وويل، پاکستان د نړۍوالو قوانينو له مخې، بې اسناده کډوال بېرته ستنوي.
هغه وويل، حکومت په کوټه کې په يوه پنډغالي کې ٢٠٠ بې اسناده افغانان نيولي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له‌خوا د کابل د بېرته نیولو پر مهال شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان پاکستان ته راکډه شوي دي.

له دې سره ډېری افغانان ادعا کوي، چې د پاتې کېدو قانوني اسنادو سره، سره پولیس او چارواکي دوی ځوروي چې پاکستان پرېږدي.

نور خبرونه

رادیو