سراج الدین حقاني‌: له کډوالو سره د کمزورو اخلاقو له امله پر ګاونډیانو هم خپه یو

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۷

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر نن په ننګرهار کې له ستنو شویو افغانانو سره په لیدنه کې له دوی سره د پاکستان چلن نامناسب وباله.

سراج الدین حقاني وویل، د دې ډول ستنېدو له امله نه یوازې پر کډوالو خپه دی، بلکې د دې کمزوري چلن له امله پر پاکستان هم خپه دی.

نوموړي زیاته کړه: «په بله معنا به موږ پر ګاونډیانو هم زړه بد دی، کاش داسې کمزوري اخلاق یې نه وی کړي، ورته مناسب نه و».

ښاغلي حقاني له افغان کډوالو سره د پاکستان وروستی چلن د اسلامي او بشري قوانیو خلاف وباله او زیاته یې کړه چې تمه یې دا وه، چې په عزت سره افغان کډوال ستانه کړي؛ خو داسې ونه شول.

حقاني زیاته کړه: «د دوی دا کمزورې پرېکړه چې د افغانانو په رالېږلو کې یې وکړه، د دوی لپاره مناسب نه وه، د اسلامي اصولو او دنیاوي اصولو د ټولو نورمونو خلاف وه».

نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې افغانان به له لوږې تندې سره مخ وي؛ خو د عزت شمله یې لوړه ده.

پاکستان د تېر اکټوبر په لومړیو کې بې اسناده کډوالو ته د یوې میاشتې لپاره د وتلو وخت ورکړی و؛ خو له هغه راهیسې په دغه هېواد کې د اسنادو لرونکو کډوالو نیول او ځورول هم زیات شوي دي.

په دغه موده کې تر دوو لکو ډېر کډوال له پاکستان ستانه شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو