متحده عربي اماراتو له افغان کډوالو سره د شلو زرو خیمو د مرستې خبر ورکړ

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

د متحده عربي اماراتو له خوا د کډوالو چارو له وزارت سره د ۲۰ زره خیمو مرسته تېره شپه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورسېده.
د طالبانو د کډوالو چارو مالي او اداري مرستیال محمد ارسلان خروټي له نړیوالو وغوښتل چې د کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

د نوموړي په خبره، دغه مرستې به ډیر ژر په اړمنو کسانو وویشل شي.
له دې سره، په لسګونو زره جبري راستنېدونکي کډوال د هېواد په پولو کې د ګمارل شویو کمېټو له خدمتونو برخمن شول.
د طالبانو د کډوالو د ستونزو د هواري کمیسیون د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تېره یوه نیمه میاشت کې یوازې د تورخم له لارې شاوخوا ۲۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.
دغه کمیسیون په اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې د دغو کدوالو شمیر ۳۵ زره کورنیو ته رسیږي او یوازې په تیرو شپږو ورځو کې ۱۵ زره او ۲۷۰ کورنۍ له پاکستانه افغانستان ته راستنې کړل شوې دي.
عبدالسلام حنفي، د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني، ، د طالبانو د دفاع وزير مولوي يعقوب او يو شمېر نور لوړ پوړي طالب چارواکي د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د کمیسیون غړي دي.
دغه کمیسیون د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په حکم وروسته له هغه جوړ شو چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کدوالو اېستلو زور واخیست.

نور خبرونه

رادیو