په سویلي پښتونخوا کې د پرلت دوام او د پاکستاني حکومت چوپتیا

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

لسګونه زره کسانو د تېرو اتلسو ورځو راهیسې د پاکستان د هغې پرېکړې په غبرګون د سویلي پښتونخوا په چمن ښار کې پرلت وهلی، چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه دې تګ راتګ په پاسپورټ او ویزې تر سره شي.

دغه پرلت کوونکي وايي، پر خپلې هغې غوښتنې کلک ولاړ دي چې د پاکستان د حکومت له لورې شوې پرېکړه به نه پلې کېږي؛ خو د پاکستان حکومت یې په اړه چوپه خوله دی.
په دغه پرلت کې تېره ورځ ګڼو کسانو برخه اخیستې وه.
په خواله رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې لیدل کېږي، چې د سویلي پښتونخوا سیاسي فعالانو، قومي مشرانو او سوداګرو چې شمېر یې لسګونه زرو ته رسېږي برخه اخیستې وه او یو شمېر یې د پاکستان د شوې پرېکړې په اړه وغږېدل او ویناوې یې واورولې.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله پرلت وهوونکو ته د وینا پر مهال وویل:« موږ د سوله‌ییز اعتراض له لارې د پاکستان پرېکړه غندو؛ خو که زموږ غوښتنه د پاکستان د حکومت له لورې ونه منل شي، همدا لسګونه زره کسان به په چمن کې د مېشتو پاکستاني پوځیانو پر پوځي اډو بریدونه وکړي. موږ د پاکستان له دغه ډول کړنو څخه نور ستړي یو، د پاکستان حکومت د پاکستان د پښتنو سره ظلم کوي؛ خو پایلي به یې د پاکستان په زیان وي.»
د چمن په دغه پرلت کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم تېره ورځ ګډون کړی و او د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ تګ راتګ او له پاکستانه د افغان کډوالو په زور اېستلو پرېکړې یې وغندلې.
دغه پرلت له هغه وروسته پیل شو، چې د پاکستان لنډمهاله حکومت پرېکړه وکړه چې تر دې وروسته به د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه تګ راتګ په ‌پاسپورټ او ویزي ترسره کېږي.

نور خبرونه

رادیو