ویګناراجا:نړۍواله ټولنه باید د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

د اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشرې کاني ویګناراجا په یوې نوې مرکه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې، د افغان نجونو او ښځو د تعلیم او کار په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.

نوموړې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) د جاپان له 'اېن اېچ کې' خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، چې نړۍواله ټولنه باید په دې برخه کې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.

د افغانو نجونو او ښځو د تعلیم مسله سره له دې چې له څه مودې راهیسې له پامه غورځول شوې ده؛ خو د ملګرو ملتونو دغې چارواکې یوځلې بیا د افغان ښځو او نجونو د تعلیم او کار موضوع رابرسېره کړه.

ویګناراجا په دې مرکه کې زیاته کړې ده چې، د دې ستونزې د حل لپاره باید نړۍواله ټولنه له طالبانو سره خبرې وکړي.

مېرمن ویګناراجا د افغانستان سختو اقتصادي شرایطو ته په اشارې سره وویل چې، اوس‌مهال په دغه هېواد کې د افغان مېرمنو ذهني روغتیا او په کم عمر کې د نجونو ودېدل د اندېښنې وړ دي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د ښځو په تعلیم، کار کولو او ځینو نورو لومړنیو حقونو سخت بندیرونه لګولي، چې له کورنیو او بهرنیو غبرګونو سره مخ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو