په لاهور کې د پاکستاني حکومت تر څنګ ځايي پنجابیانو هم د افغان کډوالو شتمنۍ یرغمل کړې

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

له هغه وروسته چې په پاکستان کې ناقانونه افغان کډوالو ته د یوې میاشتې د ضرب الاجل اعلان وشو ځينو افغان کډوالو د خپلو شتمنیو او ملکیتونو د ژغورلو ناکامې هڅې پیل کړې چې په دې لړ کې يې خپلې شتمنۍ له لاسه هم ورکړې.

د پاکستان پنجاب صوبې په لاهور کې له کلونو مېشت لسګونه افغان کډوالو د پولیسو له وېرې خپلې شتمنۍ تر ضبط کېدو وړاندې د ځینو خپلو پخوانیو پاکستانیانو ملګرو په نامه اړولې دي چې هغوی پرې له دعوې وروسته، ترې خپلې کړې دي.
د لاهور په شاهدره نومي سیمه کې یوه افغان کډوال د علیخيل په مستعار نوم افغانستان انټرنشنل ته وويل چې د تره زوی يې خپل د ۸۰ لکو کلدارو کور په همدې ډول له لاسه ورکړ. هغه وايي: «زما د تره زوی خپل د شلو کلو پنجابي ملګري ته خپل کور د پولیسو له وېرې له خپل نوم څخه د هغه نوم ته واړاوه چې پولیس يې ترې ضبط نه کړي هماغه ملګری بیرته ورغی محکمې ته يې عریضه وکړه چې دغه افغان زما څخه دا کور په زور نیولی و.»
هغه وايي تر هغه وروسته پولیس راغلل: «زما د تره زوی يې له ځان سره يووړ او د دوی کورنۍ یې ټوله له کوره و اېستله او کور يې ترې خپل کړ، دوی یې په زوره کډه کولو ته اړ کړل.»
دا يوه پېښه نه ده په لسګونو نورې همداسې پېښې په نورو سیمو کې هم شوې چې افغان کډوالو خپلې شتمنۍ په کې له لاسه ورکړې دي.
د همدغه لاهور ښار د چوبرجي په نوم يوې سیمې اوسېدونکی حميدخان وايي، خپل یو دوکان يې په همدې ډول له لاسه ووت.
هغه وړاندې وايي پولیسو پرې دومره وېره خپره کړې وه چې له مجبورۍ يې دا کار وکړ: «خپل دوکان مې د پولیسو له اعلان وروسته له دې وېرې چې ضبط يې نه کړي خپل يوه ګاونډي ته چې له ۲۷ کاله مو یو ځای سره تېر کړي په نوم کړ، ما فکر کاوه چې دا خو مې نور د راز او نیاز ملګری دی، او د پولیسو له عملیاتو وروسته به بیرته خپل دوکان ترې خپل نوم ته راواړوم، تر ما هغه مخکې شو او پولیسو ته يې وويل چې حمیدخان له ما دوکان په زور نیولی او د دوکان اسنادو تر ور ښودلو وروسته دوکان د هغه شو، پولیسو دوه ورځې بندي کړم او ګواښ يې وکړ چې په یوه اوونۍ کې به له پاکستانه هم کډه افغانستان ته وړې،»
د پاکستان سرپرست حکومت واک ته تر رسيدو وروسته داسې یوه تګلاره اعلان کړه چې په پاکستان کې مېشت ناقانونه کډوال به له پاکستانه وځي، د روان میلادي کال د سبتمر په وروستیو کې يې اعلان وکړ چې ناقانونه کډوال به په یوه میاشت کې له پاکستانه وځي او که نه دوی به يې په زور وباسي.
د یوې میاشتې (اکتوبر) په تېرېدو د نومبر له لومړۍ نیټې وړاندې د افغان کډوالو په زور اېستل، د دوی مېنو ورانول او د دوی د شتمنیو او ملکیتونو د ضبط لړۍ روانه ده.
څه موده وړاندې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر ویلي وو، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د څه باندې څلور میلیارډ ډالرو شتمنۍ ضبطې شوې دي.
خانجان الکوزي افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې فابريکې او بار وړونکي لارۍ د ضبطو شويو پيسو يوه برخه ده.
هغه زیاته کړه، په کراچۍ او کوېټه کې د غالۍ اوبدلو د ۵۰۰ فابریکو او په پاکستان کې د افغان سوداګرو د شاوخوا ۲ زره لاریو وضعیت لا هم ناڅرګند دی.

نور خبرونه

رادیو