طالبان: ایراني چارواکو د اسلام کلا بندر له لارې تېره اوونۍ ۲۰ زره افغانان له هېواده شړلي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

په هرات کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې ایراني چارواکو د اسلام کلا بندر له لارې تېره اوونۍ ۲۰ زره افغانان له هېواده شړلي دي.

د اسلام کلا بندر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ادارې ویلي، چې تېره اوونۍ د دغه بندر له لارې ۲۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي، راستانه شوي کډوال د ایراني پولیسو له ناوړه چلنده شکایت کوي او وايي، چې له دوی څخه یې په زوره پیسې هم اخیستې دي.

خو د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ملا غني برادر له افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو له سلوکه مننه کړې او ویلي یې دي، چې هلته له افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو چلن سم دی.

نور خبرونه

رادیو