امنه محمد: په افغانستان کې پر مېرمنو او نجونو لګېدلو بندیزونو ته باید جدي پاملرنه وشي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مېرمنو او نجونو لګولو شویو محدودیتونو او روان وضعیت ته باید جدي پاملرنه وشي.

نوموړې “په اسلام کې د ښځو واک او مقام” په نوم په یوه نړیواله غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو پر وړاندې لګیدلي محدودیتونه جدي څېړنې ته اړتیا لري.

دا غونډه د سعودي عربستان په پلازمینه جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان له لوري جوړه شوې وه، چې د بېلابېلو نړیوالو مسالو تر څنګ پکې د افغانستان موضوعات هم بحث شول.

امنه محمد زیاتوي، چې د نجونو د زدکړو، کار، سوداګرۍ او ټولنیز ژوند په تړاو د یوه روښانه راتلونکي ډاډ تر لاسه کېدلی شي او اړینه ده، چې په دغه برخه کې جدي اقدامات وشي.

نوموړې وايي، چې په اسلام کې د هغو ټولو تبعیضي قوانینو او دودنو د پای ته رسېدا حکم شوی چې له مخې یې زدکړې منع کیږي.

مېرمن محمد وویل: "د افغانستان مېرمنې باید د خپل راتلونکي په جوړولو کې پوره ونډه واخلي او هېواد د ودې لپاره د مېرمنو ونډې ته شدیده اړتیا ده".

نوموړې په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو لپاره د کار، زدکړو او ټولنیزو حقونو د خوندیتابه غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې افغان مېرمنې باید خپل حقونه تر لاسه کړي.

هغې وویل: “تاسو پوهیږئ چې په دې وروستیو کې د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان ته یو پلاوی استولی و. موږ فکر کاوه چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره د سیمې هېوادونه هم اړین دي. هغوی د نړیوالې ټولنې برخه دي او باید فشار پرې راوړي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان کې د ښځو حقونه یو ځل بیا ورکول کیږي”.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد د روان کال د تلې په شپږمه په یوه خبره غونډه کې په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو، چې په دغه هېواد کې د مېرمنو او نجونو وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.

د امنې محمد د نویو څرګندونو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي، خو له لومړیو څرګندونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو موضوع حل ده او دوی ټول هغه قوانین وضع کړي کوم چې د اسلام ښکاره احکام دي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې په افغانستان کې د ښځو ټول اسلامي حقونه ورکړل شوي او نړۍواله ټولنه دې هڅه نه کوي، چې د افغانستان په داخلي موضوعاتو کې مداخله وکړي.

وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، په افغانستان کې یې د مېرمنو او نجونو پر کار، زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو بندیز ولګاوه، دغې چارې د نړۍوالې ټولنې او بشري حقونو د یو شمېر سازمانونو غبرګونونه را وپارول؛ خو طالبانو د ښځو د زده کړو او کار مساله د دوی داخلي مساله ګڼلې ده.

نور خبرونه

رادیو