راستنې شوې باسواده نجونې: پاکستان او طالبانو د زرګونو نجونو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

افغانستان ته ځینې تازه ستنې شوې نجونې وايي، افغانستان ته په راتګ سره یې احساس وکړ، چې دوی زندانیانې دي او د خپل برخلیک په اړه پخپله تصمیم نشي نیولی.

دا نجونې وايي، پاکستان او طالبان په لوی لاس د زرګونو باسواده نجونو زدکړې محوه کړې او د هغوی راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

دوی وايي، چې په پاکستان کې یې کړې زدکړې بې ګټې پاتې شوې او اوس نشي کولی په افغانستان کې له خپل تعلیم ګټه واخلي او کار وکړي.

۳۱ کلنه نبیله افغان د زراعت په برخه کې په پېښور پوهنتون کې د ماسترۍ تر کچې زدکړې کړې دي. هغې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې یوه میاشت وړاندې یې خپل راتلونکي ته ډېرې هیلې درلودې؛ مګر د یوې میاشتې په تېرېدو سره هر څه بدل شول.

هغې وویل: “ یوه میاشت وروسته زه دا دی اوس د کور بندیوانه یم او خپلې ټولې هیلې او امیدونه مې له لاسه ورکړي دي”.

د نوموړې په خبره، په پېښور کې یې خپله دنده هم له لاسه ورکړه او دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو کړیږي.

نبیله زیاتوي، چې که په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو او مېرمنو پر وړاندې محدودیتونه همدا ډول شدید وي؛ نو د زرګونو نجونو او مېرمنو زدکړې به بې ګټې پاتې شي.

بل خوا له پېښوره تازه راستنه شوې ذکیه شینوارې هم ورته خبره کوي او وايي، چې په پېښور کې د کورنۍ د ملاتړ لپاره په کار بوخته وه؛ خو د پاکستاني پولیسو له خوا په زور له ایستل کېدو وروسته غني خېلو ولسوالۍ ته راستانه شوي دي.

هغې وویل: “زه د کور یواځینی کس وم، چې کار مې کاوه اوس دلته راغلو مګر سپین ږیری پلار به مې څه کار وکړي؟ ستونزه یوازې دا نه ده، چې زه په کور کې زنداني او بې دندې شوم؛ بلکې اساسي مشکل زموږ د کورنۍ اقتصادي ستونزې دي”.

د شینوارې په خبره، چې دوی له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي او د خپل راتلونکي په اړه تصمیم نه شي نیولی.

هغه وايي، چې درې نورو خویندو یې نیمګړې زدکړې پرېښودې او د مجبوریت له مخې افغانستان ته ستانه شول.

رقیه سادات چې په جیولوجي کې د لېسانس تر کچې زدکړې لري افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې که څه هم په افغانستان کې د معدنونو چارې چټکې روانې دي؛ خو دا چې د طالبانو له خوا مېرمنو ته د کار اجازه نه ورکول کیږي نو مجبوره ده؛ چې پر کور پاتې شي.

نوموړې وايي، چې له راتګ سره یې په خپل کور کې د نجونو لپاره د ریاضي یو کورس پرانیست، خو د ننګرهار د طالبانو د استناف محکمې قاضي چې د دوی په ګاونډ کې اوسي د دغه کورس مخالفت وکړ او نوموړې مجبوره شوه، چې کورس وتړي.

د سادات په خبره، چې د طالبانو له خوا پر ښځو سخت محدودیتونه د دې سبب شوي، چې ګڼ افغانان لا هم له دې ويرې که افغانستان ته راشي لوڼې یې له زدکړو بې برخې کیږي په پاکستان کې ډېرې سختې ورځې شپې تېروي.

تېره ورځ د طالبانو د امربالمعروف وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي وو، چې له پاکستانه راستنېدونکي ملایان به د محتسبانو په دنده وګوماري.

خو طالبانو تر اوسه د راستنو شویو افغان کادرونو او متحصصو مېرمنو د کار او ژوند چلولو په اړه څه نه دي ویلي.

تېره ورځ هم یو شمېر افغان متخصصینو او د عصري زدکړو درلودونکو چې تازه له پاکستانه بېرته افغانستان ته راستانه شوي وو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي وو، چې راستانه شویو ملایانو ته د دندو وعدې ورکول کیږي؛ مګر هغه تخنیکي او متخصص افغانان چې بېرته راستانه شوي بې دندو دي او د کار هېڅ ډاډ نه لري.

د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د طالبانو له خوا جوړ شوي کمېسیون اعلان وکړ، چې د تېر وږي میاشتې له ۲۶ نېټې څخه تر اوسه پورې له ۲۰۰ زرو زیات افغانان کډوال یوازې د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت د کډوالو د اېستلو لپاره د تلې په ۱۱مه نېټه اعلان کړې و او د لړم په ۱۰ نېټه عملي شو.

دغه کمیسیون د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۱۵مه) پر اېکس ټولنیزه پاڼه خپاره کړي یادښت کې لیکلي، چې د لړم له ۱۰مې نېټې څخه تر اوسه د راستنېدونکو کډوالو شمېر ۱۵۲۰۷ کورنیو ته رسېدلی، چې ټول یې د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو