ماهره خان له پاکستانه د افغان کډوالو له اېستلو سره مخالفت وښوده

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

پاکستانۍ مشهورې اداکارې ماهره‬⁩ خان له دغه هېواده د ⁧‫افغان کډوالو د اېستلو په اړه د پاکستان له پرېکړې سره مخالفت کړی دی.

هغې په خپلې انسټاکرام پاڼه ليکلي:« افغانان‬⁩ اوس هم زموږ ښېګڼې ته اړتيا لري.»

هغه وایي :« هیڅوک هم په خپله خوښه خپل هېواد نه پرېږدي.»

نوموړې وایي، د پاکستان د کوربه‌توب په هغه ‏دود او فرهنګ ویاړي کوم چې د هغو خلکو سره يې کړي
څوک چې د خونديتوب، احترام او عزت په لټه کې وو.

ماهره خان د ملګرو ملتونو په عالي کمېشنرۍ کې د یوې برخې سفیره هم ده.
هغې زیاته کړې:« پاکستان په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانانو کوربه‌توب کړی دی. دا خلک اوس هم مهربانۍ او غمشريکۍ ته اړتيا لري.»

هغې پر پاکستان غږ کړی، چې د اړتیا پرمهال د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نور خبرونه

رادیو