د کندهار په سپین بولدک کې د راستنېدونکو د ثبت لپاره دوه نوې انتظارخونې جوړې شوې

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه له پاکستانه د جبري ستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د لنډمهاله مېشتېدنې کمیټې د راپور پر بنسټ لیکلي، چې د (لړم په ۱۴مه) په کندهار کې راستنېدونکو د ثبت او راجستر لپاره دوه نوې انتظار خونې جوړې شوې.

ویل کېږي، چې په دغو انتظار خونو کې ۲۰ ګرځنده تشنابونه او د اوبو ټانکرونه چمتو شوي دي.


‏د دغې کمیټې د مالوماتو پر بنسټ، د سپین بولدک په صفري نقطه کې د یوه ۱۵ متریزه څپر د جوړېدو چارې هم مخ په بشپړېدو دي.

دغه انتظارخونې وروسته له هغه جوړېږي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستنه په پراخه کچه پیل شوه او ورسره هم مهاله د دغو جبري راستنېدونکو لپاره د اسانتیاوو د نشتوالي په اړه ګڼ راپورونه هم خپاره شول.

تېره میاشت د پاکستان حکومت ټولو ناقانونه کډوالو لپاره د نومبر تر ۲مې نېټې په خپله خوښه د وتنې ضرب الاجل ټاکلی و.

د ټاکل شوي ضری الاجل وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د کډوالو د اېستنې پراخ عملیات پیل شوي.


د پاکستان دغه کړنه په نړۍواله کچه له پراخ غبرګون سره مخ شوه.

نور خبرونه

رادیو