اروپایي اتحادیې د بشري مرستو په برخه کې افغانستان ته ۶۱ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

اروپایي ټولنې د بشري مرستو په برخه کې په افغانستان کې زیانمنو او په پاکستان کې افغان کډوالو ته ۶۱ میلیون یورو ځانګړې کړې دي.

اروپایي ټولنې د سې شنبې په ورځ (د نومبر ۷مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې بشرپاله وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی، اروپایي اتحادیې د بشري مرستو په برخه کې په هېواد کې دننه زیانمنو وګړو او همداراز په ګاونډ هېواد پاکستان کې د کډوالو اړتیاو ته د رسېدو لپاره ۶۱ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.

دغه اتحادیه وایي، چې له دغو ۶۱ میلیونه یورو څخه ۶۰ میلیونه یورو یې په افغانستان کې فعاله بشرپاله نهادونو لپاره او یو میلیون یورور یې په پاکستان کې افغان کډوالو ته ځانګړې کړې دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې نېږدې نیمایي نفوس په جدي توګه د خوړو خوندیتوب نه لري، دغه مرستې به د خوړو د ناورین د حل په برخه کې مرسته وکړي.

همداراز؛ دغه بشري مرستې به د زیانمنو وګړو نورې اړتیاوې لکه سرپناه، ساتنې، روغتیایي پاملرنې، تغذیه او اوبه پوره کړي. په ځانګړې توګه د هغو خلکو لپاره چې د اکټوبر په میاشت کې د هېواد په لویدیځ کې د زلزلې له امله اغېزمن شوي.

د دغې مرستې یوه برخه به افغانستان ته د افغان راستنیدونکو کډوالو سره مرسته وکړي.

دا نوې مرسته د هغو ۹۴ میلیون یورو بشري مرستو سربیره ده، چې سږ کال د افغانستان لپاره ځانګړې وه.

په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې بشري مرستې یوازې د بشرپاله شریکانو له لارې ترسره کیږي.

اروپایي اتحادیه وایي، چې افغانستان د نړۍ یو له هېوادونو څخه دی چې له ستر بشري ناورین سره مخ دی او سږ کال څه باندې ۲۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

اروپایي اتحادیه زیاتوي، چې په افغانستان کې له ۹۰ سلنه ډېر نفوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او شاوخوا ۱۷ میلیونه خلک په جدي توګه د خوړو نا خوندیتوب سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو