د بشري حقونو کمیسیون: له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونو سخت خواشیني کړي یو

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون وايي، په اسلام اباد، سند، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونو له کبله "خواشیني" شوي دي.

دغه کمیسیون یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې د مهاجرو د ایستلو پر پرېکړه دې له سره غور وکړي.

دغه کمیسیون د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۱۶مه» په اېکس ټولنیزه شبکه کې د یوه یادښت په خپرولو سره لیکلي چې له افغانانو سره ناوړه چلند د ایستلو پروګرام د یوې برخې په توګه شوی او په پایله کې یې کم عمره ماشومان هم په پاکستان کې له خپلو کورنیو څخه بیل شوي او ایستل شوي دي.

دغه کمیسیون لیکلي چې د پاکستان صوبايي او فدرالي حکومت باید اطمینان ور کړي چې له ټولو افغانانو سره په درناوي چلند کیږي او ماشومان په هیڅ شرط له خپلو کورنیو څخه نه جلا کیږي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون لیکلي: «د کډوالو په چارو کې د مدني ټولنې او نړیوالو ادارو له سختو نیوکو سره سره، د دغه هېواد حکومت د مهاجرینو په شړلو باندې په ټینګار سره له نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده.»

له دغه هېواد څخه د بې اسنادو مهاجرو د وتلو په اړه له ټولو نیوکو سره سره، پاکستان پرله پسې غوښتنو ته پام نه دی کړی او د مهاجرینو نیولو او ایستلو ته دوام ورکوي.

نور خبرونه

رادیو