خلیلزاد: نړیوال بنسټونه دې په پاکستان کې د افغان کډوالو د شتمنیو ضبطولو راپورونه وڅېړي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

له پاکستانه د اېستلو پر مهال د افغان کډوالو د شتمنیو د ضبط کېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، په افغانستان کې د امریکا پخواني استازي ویلي، چې نړیوال سازمانونه باید د دغو کډوالو د شتمنیو د ضبطولو په اړه څېړنې وکړي.
هغه وویل چې اېستل شوي کسان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

له پاکستانه په زور اېستل شوي بې اسناده افغان کډوال وايي، چې پر کورونو سربېره یې څاروي هم په دغه هېواد کې پاتې دي او پاکستاني پولیسو دوی ته اجازه نه ورکوله، چې د دوی ډېری شخصي سامانونه هم ولیږدوي.
پاکستان څه د پاسه ۱.۷ میلیونه افغان کډوالو د اېستلو بهیر پیل کړی دی. په لسګونو کډوال د نیول کیدو له ویرې افغانستان ته تښتیدلي دي. د پاکستان پولیسو یو شمېر کډوال نیولي هم دي او افغانستان ته یې د اېستلو له پاره زندانونو ته لېږدولي دي.
د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) زلمي خلیلزاد له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون کې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې «د افغان کډوالو ایستل د طالبانو له چارواکو او یا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ سره له مخکې همغږۍ پرته ترسره شوي دي.»
افغان کډوال له پاکستانه د تورخم او چمن له فرضي کرښې اوړي. طالبانو د دغو کډالو له پاره کمپونه جوړ کړي دي چې په افغانستان کې خپل اصلي ځای ته له لیږدولو وړاندې همدلته دېره شي.
څه موده وړاندې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر ویلي وو، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د څه باندې څلور میلیارډ ډالرو شتمنۍ ضبط شوې دي.
خانجان الکوزي افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې فابريکې او بار وړونکي لارۍ د ضبط شويو پيسو يوه برخه ده.
هغه زیاته کړه، په کراچۍ او کوېټه کې د غالۍ اوبدلو د ۵۰۰ فابریکو او په پاکستان کې د افغان سوداګرو د شاوخوا ۲ زره لاریو وضعیت لا هم ناڅرګند دی.

نور خبرونه

رادیو