د ملګرو ملتونو سر‌منشي له یوې ډلې افغان ښځینه فعالانو سره کتلي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

اصیلا وردګ چې د دغې غونډې یوه ګډونواله وه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې انتونیو ګوتریش په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د ښځو د زده‌کړو او کار کولو له اجازې پرته به طالبان په رسمیت و نه پېژندل شي.

د مېرمن وردک په وینا، د ملګرو ملتونو سر‌منشي د "افغانستان له پاره د ښځو فورم" له غړو سره په کتنه کې وویل چې د افغانستان اړوند مسایل د دغه سازمان په اجنډا او لومړیتوب کې دي.
ښاغلي ګوتریش ویلي، هڅه کوي چې د افغانستان په مسلو کې ډیره او ښه همکاري وکړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي سره د لیدنې په غونډه کې د تېر حکومت د مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر هم ګډون درلود.
ویل کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي دا لومړی لیدنه ده چې د افغان ښځینه فعالانو سره ترسره کیږي.
په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د افغان ښځو د ژوند پر بېلابېلو برخو کې پراخ بندیزونه لګولي دي.
له نړیوالو فشارونو سره سره، لا هم طالبانو لکیدلي بندیزونه، په ځانګړې توګه د ښځو د کار او زده‌کرو په اړه، نه دي لغوه کړي.
د بشری حقونو، په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی، د طالبانو د رسمیت پېژندلو له پاره د نړیوالې ټولنې له مهمو شرطونو څخه شمېرل کیږي.

نور خبرونه

رادیو