د ناقانونه کډوالو پرضد د عملیاتو دوام؛ پاکستان کې له ۱۸۰۰۰ ډېر شناختي کارټونه لغوه شوي دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

د پاکستان د ملي ډیټابېس او احصایې ادارې (نادرا) ویلي، چې په دغه هېواد کې د ناقانونه کډوالو پرضد د عملیاتو په ترڅ کې له ۱۸۰۰۰ ډېر شناختي کارټونه لغوه شوي دي.

د راپورونو له مخې، تراوسه له ۲۰۰،۰۰۰ څخه زیات کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت د ناقانونه کډوالو د اېستلو پرېکړه له هغه وروسته وکړه، چې د حکومت په خبره په دغه هېواد کې په وروستیو بریدونو کې افغانان ښکېل وو؛ خو په دې اړه یې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

نادرا ادارې ویلي، د زرګونو شناختي کارټونو د لغوه کولو پرېکړه ‌‌‌‌‌‌ډېره مهمه وه چې حکومت یې په اړه ګام اخیستی.

دغې ادارې ویلي، دوی په دې برخه کې خپل کورنی تفتیش هم پیاوړی کړی چې په ناقانونه کړنو کې د ښکېلو کارکوونکو مخه ونیسي او درغل کسان تر عدالته راکاږي.
که څه هم چې په ناقانونه کړنو کې تر دې مهاله د نادرا د ځینو کارکوونکو د نیولو راپورونه هم خپاره شوي؛ خو د (نادرا) اداره یې په اړه له جزیياتو څخه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه کوي.

نور خبرونه

رادیو