منزه کاکړ: پاکستاني پولیس هغه کډوال هم ستنوي چې د ملګرو ملتونو کارټونه لري

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۵

له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو پر دوام په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منزه کاکړ وایي، پاکستاني پولیس هغه کډوال هم افغانستان ته ستنوي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ کارټونه لري.

نوموړې په خپله اېکس پاڼه د یو شمېر افغان کډوالو د کارټونو او د روان وضعیت د ویډیوګانو په خپرولو سره ویلي چې، د پولیسو له خوا په نیول شویو او اېستل شویو کډوالو کې ښځې او ماشومان هم شته.

په یوې ویډیو کې چې اغلې کاکړ خپره کړې د محمد رووف په نوم یو افغان کډوال وايي، زوی یې چې له تیرې ورځې راهیسې لا درکه و، ورسره اړیکه نیولې ده چې پولیسو نیولی او د چمن له لارې یې افغانستان ته استولی دی.

له نوموړې سره یو شمیر کډوالو د خبرو پرمهال ادعا کړې ده چې، پولیس له دوی څخه د نه نیول کېدو په بدل کې پیسې اخلي.

په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفارت هم په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د کډوالۍ ډیر شمېر کارټ لرونکي کسان هم د پاکستاني پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته افغانستان ته استول کیږي.

له دې سره، زحل هغه افغانه کډواله ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته له خپلې کورنۍ سره پاکستانه کډواله شوې ده.

نوموړې وایي، ورور یې سره له دې چې ویزه هم درلوده خو کور ته د راتلو پرمهال د پولیسو له خوا نیول شوی و او د پنځوس زره کلدارو په بدل کې بېرته خوشې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې، د پاکستان حکومت د کورونو مالکانو ته خبرداری ورکړی چې، بې ویزې کډوالو ته د کورونو له ورکولو ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده چې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو بهیر د نومبر په لومړۍ نېټه پیل شوی او ټاکل شوې چې له دې هیواده ۱.۷ میلیونه "ناقانونه" کډوال و اېستل شي.

نور خبرونه

رادیو