پاکستانی چارواکي: د ناقانونه کډوالو اېستل د طالبانو او ټي ټي پي په موضوع پورې اړه نه لري

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۵

د پاکستان یوه جګپوړي چارواکي ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې ته ویلي چې، د طالب چارواکو د نظر برعکس له پاکستانه د ناقانونه ګډوالو اېستل، په افغانستان کې د ټي ټي پي په شتون د طالبانو او اسلام اباد تر منځ له اختلافاتو سره هیڅ تړاو نه لري.

دغه پاکستاني چارواکي د یکشنبې په ورځ دغې ورځپاڼې ته ویلي چې، دوی د کډوالو له اېستلو څخه په طالبانو د فشار د وسیلې په توګه کار نه اخلي.

اکسپرېس ټربیون د دغه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي هویت نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي چې دا څرګندونې له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو د شړلو پر پرېکړې د طالبانو د مهمو څېرو د سختو نيوکو په ځواب کې شوې دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د یکشنبې په ورځ وویل چې د افغان کډوالو "بې طریقې اېستل" د «اسلامي لارښوونو او نړیوالو معیارونو خلاف کار دی.»

هغه ویلي، «ګنې د هغه هیواد کورنۍ ستونزې د افغانستان له امله دي.»

د حقاني اشاره د پاکستاني چارواکو هغه استدلال ته ده چې، ګواکې د پاکستاني طالبانو په ترهګریزو بریدونو کې افغانان ښکېل دي.

اکسپریس ټربیون لیکي چې پاکستاني چارواکي د حقاني د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د ځینو افغان کډوالو شړل د ټي ټي پي له مسلې سره هیڅ تړاو نه لري، هغه ډله چې په تیرو څو میاشتو کې یې په پاکستان کې خونړي بریدونه کړي دي.

هغه وویل «یو تصور دا دی چې دا پرېکړه پر افغان حکومت د فشار لپاره شوې ده، خو دا ريښتیا نه ده.»

دغه پاکستاني چارواکي ویلي چې پاکستان دمکړۍ له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی او هغه ناقانونه کډوال د دغه هیواد پر اوږو بار بللي دي.

پاکستان په وار وار له افغان طالبانو غوښتي چې پاکستاني طالبان له افغانستانه وباسي او یا یې پر پاکستان د بریدونو مخه ونیسي.

د پاکستان حکومت وايي، یو شمېر افغانان په پاکستان کې د ټي ټي پي په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري.

له همدې امله، له اسنادو پرته د کډوالو اېستل او د هغو افغانانو لپاره چې د اعتبار وړ ویزې نه لري د دواړو هیوادونو له پولو څخه تېریدل، ستونزمن کړي دي.

نور خبرونه

رادیو