مرستندویه ادارې: له پاکستانه اېستل شوي کډوال د اوبو، خوړو او سرپناه له کمښت سره مخ دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۵

مرستندویه ادارو د یکشنبې په ورځ ویلي، بې اسناده افغان کډوال د نیول کېدو او شړلو له وېرې له پاکستانه تښتي.

د دغو ادارو په وینا، دغه کډوال افغانستان ته له ننوتلو وروسته د اړتیا وړ خوراکي توکو او اوبو، سمې سرپناه او تشنابونو ته لاسرسی نه لري.

طالبان بیا وايي، یو شمېر کمېټې له ستنېدونکو کډوالو سره د خوراکي توکو، اوبو او کمپلو د وېشلو په برخه کې کار کوي.

دغې ډلې همداراز اعلان کړی چې له اېستل شویو کډوالو سره یې د مرستو په موخه دوه میلیارډه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

له دې سره، داسې ښکاري چې د طالبانو او ځینو هېوادونو د مرستو په برخه کې د شویو ژمنو او دغو مرستو ته د کډوالو د لاسرسي تر منځ لوی واټن شته.

د اېسوشیېټیډ پریس د راپور له مخې، د ورلډ ویژن له نړیوالې موسسې تامینډری داسیلوا وویل: «خلک یوازې له جامو سره افغانستان ته ننوځی، د دوی ساعتونه، ګاڼې او نغدې پیسې د پاکستان په پوله کې وړل کیږي.»

د ماشومانو د ژغورنې سازمان مدیر هم وویل: «ډیری هغه کسان چې هیواد ته راستانه شوي تعلیمي اسناد نه لري، چې د دوی لپاره د زده‌کړې دوام ستونزمنوي، دوی اردو او انګلیسي زده‌ کړې ده، په دري او پښتو ژبو نه پوهیږي.»

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ماشومانو کار او همدارنګه د بیوزلۍ له امله به په قاچاق کې د هغوی ونډه زیاته شي، ځکه چې ډیری ستنېدونکي کډوال له ډیرو بیوزلو کورنیو څخه دي.

افغانستان د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو په مشرۍ د حکومت د انزوا له امله له ننګونو سره مخ دی.

د کلونو وچکالۍ، کمزوري اقتصاد او د لسیزو جګړو پایلو په میلیونونو افغانان بې کوره کړي دي.

نور خبرونه

رادیو