د قلم لار بنسټ د ښځو په ګډون د بشري حقونو د فعالانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۵

د مطیع الله ویسا په مشرۍ د قلم لار بنسټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له طالب چارواکو غوښتي چې، د فعالو ښځو په ګډون ټول نیول شوي خبریالان، مدني فعالان او د بشري حقونو ملاتړي له بند څخه خوشې کړي.

مطیع الله ویسا چې ۲۱۵ ورځې د طالبانو په بند کې و په دې وروستیو کې خوشې شوی.

د نوموړي ورور عطاءالله ویسا له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، «د مطیع الله ویسا د بندي کېدو په اړه د طالبانو دلایل ورته د منلو وړ نه دي.»

یاد بنسټ د ټولو هغو کسانو هڅې ستایلې چې د مطیع الله ویسا د خوشې کیدو لپاره یې د عدالت غوښتنه کړې وه.

د دغه بنسټ په خبره، افغانان باید تل د عدالت پر وړاندې په يوه خوله وي.

د قلم لار بنسټ له طالب چارواکو په تینګار سره وغوښتل، چې د یو شمیر فعالو ښځو په ګډون ټول نیول شوي خبریالان، مدني فعالان او د بشري حقونو ملاتړي له بند څخه خوشې کړي.

د یادولو وړ ده چې د ژولیا پارسي او ندا پرواني په ګډون د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانې او خبریالان له څو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دي.

نور خبرونه

رادیو