د کډوالو د اېستلو لړۍ؛ پاکستان څه باندې ۶۵۰۰ نور افغان کډوال اېستلي دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۵

پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) د دغه هېواد د چارواکو په حواله خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶ زره ۵۸۴ نور افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.

په پاکستان کې د اوسیدو له اسنادو پرته د افغان کډوالو نیول او شړل دوام لري.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو په بېلابېلو سیمو کې د "ناقانونه" افغان کډوالو په لویه کچه د اېستلو له امله لنډمهاله ټرانزیټي کمپونه جوړ شوي دي.

پاکستان په رسمي ډول اعلان کړی چې په ټول هیواد کې د ناقانونه افغان کډوالو د لټون په عملیاتو بوخت دي.

د اعلان شویو شمېرو له مخې، په پاکستان کې له څلور میلیونو ډېر افغان کډوال مېشت دي، چې له دې ډلې شاوخوا یو میلیون او اوه سوه زره یې د اوسېدو اسناد نه لري.

دوه ورځې وړاندې هم د تورخم له لارې ۷زره ۱۳۵ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په سرحدي کرښو کې د څه باندې ۱۲۰ زره افغان کډوالو د حضور خبر ورکړ او ویې ویل چې دا ټول له پاکستان څخه په زوره اېستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو