عباس ستانکزی: پاکستان دې موږ نه مجبوروي چې د دوی د عمل پر وړاندې عکس العمل وښيو

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۵

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل؛ پاکستان حکومت دې دوی نه مجبوروي، چې د عمل پر وړاندې یې عکس العمل وښيي.

شېر محمد عباس ستانکزي له پاکستان څخه غوښتنه وکړه، چې د افغان کډوالو پر وړاندې خپل چلند ته تغیر ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال نن دوشنبه ( د لړم په ۱۵مه ) یوې غونډې ته په کابل کې خبرې کولې وویل، چې پاکستان د افغان کډوالو په نوم ملیاردونو ډالره ګټه وکړه.

عباس ستانکزي وویل، چې افغانان پر پاکستان بوج نه دي بلکې دغه هېواد د خپلې سوداګرۍ وسیله ګرځولې ده ترڅو له نړۍوالو څخه پيسې پرې راغونډې کړي.

ستانګزی له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون کې وايي؛ د پاکستان دا تصیم ظالمانه دی او دوی یې په کلکو ټکو غندي.

نوموړي زیاته کړه؛ چاته اجازه نه ورکوي، چې له افغانانو سره داسې ظالمانه چلند وکړي، کوم چې پاکستان شروع کړی دی.

دی خبرداری ورکوي، چې د افغانان حوصله په ختمېدو ده.

له دې وړاندې د طالبانو رییس الوزرا، د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه توند غبرګون ښودلی دی.

دوی د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه غندلې وه.

نور خبرونه

رادیو