طالبان: د وږي له ۲۶ نېټې راهیسې د تورخم له لارې تر ۲۰۰ زره ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۵

د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د طالبانو له خوا جوړ شوي کمېسیون اعلان وکړ، چې د تېر وږي میاشتې له ۲۶ نېټې څخه تر اوسه پورې له ۲۰۰ زرو زیات افغانان کډوال یوازې د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت د کډوالو د اېستلو لپاره د تلې په ۱۱مه نېټه اعلان کړې و او د لړم په ۱۰ نېټه عملي شو.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته د منسوب فرمان له مخې؛ د کډوالو د انتقال او ځای پر ځای کولو لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ شوی دی.

دغه کمیسیون د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۱۵مه) پر اېکس ټولنیزه پاڼه خپاره کړي یادښت کې لیکلي، چې د لړم له ۱۰مې نېټې څخه تر اوسه د راستنېدونکو کډوالو شمېر ۱۵۲۰۷ کورنیو ته رسېدلی، چې ټول یې د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د سپین بولدک له لارې هېواد ته د راستانه شویو کډوالو کره شمېره لا نه ده اعلان شوی.

پاکستان د خپل یوه میاشتني ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته د لړم په ۱۰ مه نېټه د افغان کډوالو د استوګنې له اجازې پرته د نیولو او جبري شړلو لړۍ پیل کړه.

دا هېواد لومړی د استوګنې له رسمي اسنادو پرته کډوال نیسي او بیا یې په زوره شړي.

د ملګرو ملتونو او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو له پرله پسې غوښتنو سره - سره چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي، پاکستان او ایران د کډوالو شړلو ته دوام ورکړی.

نور خبرونه

رادیو