د چین سفیر: پاکستان او طالبان باید د افغان کډوالو د اېستلو ستونزه په ښه توګه حل کړي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۵

په کابل کې د چین سفیر جاو شینګ د یکشنبې په ورځ د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل، له پاکستان او طالبانو یې وغوښتل چې د بې اسناده کډوالو د شړلو مسله په ښه توګه حل کړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د شینګ په حواله ویلي، چین د کډوالو ستونزو د حل په برخه کې «مرستو ته چمتو دی.»

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ په اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې امیر خان متقي د چین له سفیر سره په لیدنه کې، له پاکستانه د افغان کډوالو په جبري توګه د اېستلو، د جایدادونو د ضبطولو او د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د نورو حقونو د له پامه غورځولو په اړه خبرې کړي دي.

چین له پاکستان سره ډېرې نږدې سوداګریزې او سیاسي اړیکې لري.

دا لومړی ځل دی چې چین له پاکستانه د «ناقانونه» کډوالو د اېستلو په اړه نظر څرګند کړی دی.

د چین سفیر جاو شینګ له طالبانو سره د «ناقانونه» کډوالو د ستونزې د حل په برخه کې چې د طالبانو لپاره لویه ستونزه ګرځېدلې، د همکارۍ لېوالتیا ښودلې ده.

طالبانو د ژمي په رارسېدو سره له اسنادو پرته د افغان کډوالو د اېستلو له امله پر پاکستان نیوکه کړې او د دغو کډوالو له پاره یې د ډېر وخت د ورکولو غوښتنه کړې ده.

پاکستان بیا طالبانو او لوېدیځو هېوادونو ته د کډوالو د اېستلو د مودې غځولو غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر چینايي استازي ته،«د افغان کډوالو د هرکلي او ځای پر ځای کولو په اړه ددغې ډلې د اقداماتو په اړه وضاحت ورکړی دی.»

طالب چارواکو تر دې مخکې د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي وو چې دوی به له کډوالو سره تر خپل وس مرسته وکړي.

نور خبرونه

رادیو