اڅکزی: هغه افغانان چې له پخوا راهیسې په پاکستان کې اوسیږي باید پېژند پاڼې ورکړل شي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۵

د سرحدي مسايلو او افغان کډوالو په اړه د اسلام اباد د نويو پرېکړو پر ضد د زرګونو لاریون والو پرلت نن اولسمه ورځ هم دوام لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې هغه افغانان چې کلونه – کلونه په پاکستان کې اوسي باید پېژندپاڼې ورکړل شی.

ښاغلي اڅکزي پر اېکس پاڼه یوه ویډیو هم خپره کړې، چې د بلوچستان په چمن کې د پرلت کوونکو ګڼه ګوڼه پکې ښيي.

دغه پېژندل شوي پښتون سیاستوال په خپل یادښت کې لیکلي، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې هغو پناه غوښتونکو ته تابعیت ورکول کېږي، چې له جرمي اسنادو پرته له ډېر وخت راهیسې په هغه هېواد کې ژوند کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې له افغان کډوالو سره باید ورته چلند وشي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ټینګار وکړ، چې د پاکستان حکومت باید د کډوالو په اړه نړۍوال کنوانسیونونه او پروټوکولونه مراعات کړي.

د پاکستان د صدراعظم انوارالحق کاکړ موقت حکومت چې ټاکل شوې ده انتخابات ترسره کړي، په دې وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې د سرحدي ستونزو او کډوالو په اړه بې سارې پرېکړې کړې دي.

د هغه د کار په لومړیو میاشتو کې له دغه هېواده له غیرقانوني کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه او ویې ویل، چې نور نه شي کولی، په پاکستان کې غیرقانوني کډوال پاتې شي.

نور خبرونه

رادیو